د افغانستان د حج او اوقافو وزارت هیوادوالو ته سپارښتنه کړې چې که چیرې ناروغي لري او یا د کرونا ویروس باندې له اخته کیدو ویره لري، د اختره لمانځه لپاره جومات ته له تلو دې ډډه وکړي.
د دغه وزارت سرپرست، عبدالحکیم منیب دا څرګندونې نن جمعه په کابل کې د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز سره په یوه خبري غونډه کې کړي دي.
منیب د جګړې له ښکیلو غاړو هم غوښتنه کړې چې د اختر ورځې درناوي لپاره اوربند وکړي او مخامخ خبرو ته کیني.
د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز هم له هیوادوالو غوښتنه وکړه چې د اختر په ورځو کې په کور کې پاتې شي او له تګ راتګ ډډه وکړي.
د همدې ترڅنګ د هرات د جامع جومات خطیب مولوی مجیب الرحمن انصاري هم چې وړاندې یې کرونا مسلمانانو ته رحمت بللی و، اوس یې په تازه څرګندونو کې له خلکو غوښتي چې د ډاکټرانو خبرو ته غوږ ونیسي او د مبایل له لارې یو بل ته د اختر مبارکي ورکړي.
دا په داسې حال کې دي چې وروستیو څو ورځو کې په هیواد کې د کرونا ویروس په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې دی.
تر اوسه څه باندې ۹زره افغانان د کرونا ویروس باندې اخته شوي دي.