د هیواد د یو شمیر ولایتونو سلګونه دیني عالمانو په ننګرهار ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان جګړه ‘ناروا’ وبلله.
دغو عالمانو د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ په اوربند او سولې ټینګار وکړ.
دوی له حکومته د طالب بندیانو د خوشې کولو او له طالبانو د سولې خبرو ته د ژر حاضریدو غوښتنه وکړه.
دیني عالمان ویل دا هیواد د افغانان په لاس د جوړیدو دی او څوک باید بهرنیو ته د هیواد د جوړیدو په تمه پاتې نشي.
دیني عالمان وايي وسله وال طالبان دې د سولي میز ته کښيني او دواړه لوري دې انسان وژنه بنده کړي.دوی روانه جګړه د اسلام خلاف یاده کړه او ټینګار یې درلود چې دغه جګړه د پردیو په اشاره پيل شوي او ګټه يي هم نورو ته رسیږي.
دا په داسې حال کې دي چې وروستیو څو اونیو په ځانګړي توګه د روژې میاشتې له پيلیدو راهیسې هیواد کې د جګړې اور زیات تود شوی دی.