د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له ملګرو ملتونو غوښتي چې چاته د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې د زیانمنولو اجازه ورنه کړي.
پاکستان ویلي باید د دې هوکړې عملي کیدو باندې ټينګار وشي او پر هغو څارنه وشي چې هڅه کوي دغې هوکړې ته زیان ورسوي.
په همدې حال کې د امریکا دفاع وزارت په یوه رپوټ کې ویلي چې طالبانو لاهم له لقاعده ډلې سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي.
د پنټاګون په رپوټ کې ویل شوي هیڅ داسې سند نشته چې وښيي طالبانو د القاعده هغې ډلې سره چې د هند نیمه وچه کې فعالیت لري، خپلې اړیکې پرې کړي دي.
دا په داسې حال کې دي چې وروستیو څو اونیو کې افغانستان کې د جګړې اور تر پخوا زیات ګرم شوی دی.
خو د جګړې ترڅنګ د سولې هڅې هم روانې دي.