د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر، رحمت الله نبیل وایي قطر کې میشت طالب مشران د طالب وسله والو له ډیریدو بریدونو او چاودنو خبر نه دي.
ښاغلي نبیل یک تلویزیون ته خبرو کې ویلي د طالبانو سیاسي مشران د خپلو جنګيالو له ډيریو داسې کړنه خبر نه دي، چې دوی یې په افغانستان کې ترسره کوي.
د نبیل په باور په طالبانو کې ځیني کړۍ په دې باور دي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره کولی شي جګړه وګټي او د خپلې خوښې نظام جوړ کړي.
نبیل وایي دغه کړۍ د داعش او سیمه کې نورو ترهګریزو ډلو لکه لشکر طیبه سره په اړیکه کې دي او پاکستان کې کلک ملاتړي لري.
د یادولو ده چې د امریکا دفاع وزارت هم په یوه رپوټ کې ویلي چې پاکستان لاهم د ترهګرو ډلو تر شا ولاړ دی او دوی سره همکاري کوي.
دا په داسې حال کې دي چې په دې وروستیو کې د هیواد یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي.
نبیل وایي نشو کولی چې هیواد کې د ټولو خونړیو بریدونو پړه پر داعش ډلې واچوو، بلکې دا بریدونه د حقاني شبکې، داعش او سیمه ییزو ترهګریزو ډلو د یوه مثلت له لوري په پاکستان کې د ځينو کړیو په مرسته طرحه کیږي.
د جګړې زیاتیدو سره بیا د سولې خبرې هم روانې دي.
خلیلزاد چې پرون له قطره کابل ته راغلی و، بیرته قطر ته او له هغه ځایه امریکا ته تللی دی.
رحمت الله نبیل د کورني اجماع په تړاو د یک تلویزیون خبریال ته ویلي چې اجماع د واک ویش له لارې نه، بلکې د ارزښتونو پر سر هوکړې باندې رامنځته کیږي.
د نبیل په وینا حقاني ډلې ته نږدې کسان چې د کوېتې شورا سره نږدې اړیکې نه لري، داعش او نوروسیمه ییزو ترهګریزو ډلو په مرسته په دې باور دي چې بهرني ځواکونه په هر صورت کې له افغانستانه وځي او بیا کولی شي د کابل واک ترلاسه کړي.