د کابل والي محمد یعقوب حیدري وایي د راتلونکي اختر په دریو په ورځو کې په پلازمینه کې پر تګ را تګ، میلمستیاوو او د فاتحې مراسمو ته تګ باندې بندیز لګول کیږي.
دا بندیز د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي لپاره لګول کیږي.
تر اوسه افغانستان کې څه باندې ۸زره کسان پر دغه ویروس اخته شوي دي.
د روغتیا وزارت هم له خلکو غوښتي چې د اختر په ورځو کې په خپلو کورونو کې پاتې شي، تر څو د کرونا له ویروسه خوندي پاتې شي.
دا په داسې حال کې دي چې دې ورځو کې کابل کې ګڼه ګوڼه او تګ راتګ زیات شوی دی.