افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یونما وایي په روانه اونۍ کې ۴۵ تنه ملکي افغانان وژل شوي دي.
یونما وایي د دې مرګ ژوبلې دیرش سلنه د طالبانو له لوري د ځای پر ځای شوو ماینونو چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
یونما ویلي چې ددې پيښو شل سلنې څخه زیاته برخه یی بیا د افغان امنیتي ځواکونو هوايي بریدونو کې رامنځته شوې ده.
دا په داسې حال کې چې یونما وړاندې تردې هم افغانستان کې د ملکي کسانو د تلفاتو پر زیاتوالي انديښنه شودلې او د جګړې له ښکیلو خواوو یې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي او پرسولېتمرکز وکړي.