د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې، له وسله والو طالبانو سره له هر ډول هوکړې وروسته به هم امریکا په افغانستان کې خپل ۸۶۰۰ سرتیري پریږدي.
ولسمشر ټرمپ پرون پنجشنبه له فاکس نیوز سره په مرکه ویلي: «موږ مجبور یوو چې په افغانستان کې خپل حضور وساتو. موږ به هلته پاتې کیږو. د خپلو ځواکونو شمېر به کموو خو هلته به تل پاتې یوو. خپل استخباراتي ځواک به په افغانستان کې پرېږدو.»
همدارنګه ولسمشر ټرمپ ویلي چې، له طالبانو سره له هر ډول هوکړې وروسته به هم امریکا په افغانستان کې ۸۶۰۰ سرتیري پریږدي او ټینګار یې کړیچې امریکا به په سیمه کې خپل حضور ساتي.
د ولسمشر ټرمپ وروستی څرګندونې د وسله والو طالبانو له غوښتنو سره په ټکر کې دی ځکه چې د امریکا او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کې له افغانستان نه د امریکایي سرتېرو د ایستلو مهالویش اعلان ددغې ډلې له هغه شرط دی چې تل یې پرې ټینګار کړی دی.
ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د پاتې کېدو سربیره په دغه هېواد کې په استخباراتي شتون ټینګار کوي.
نوموړي ویل: «موږ په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر کموو. خو تل به هلته موجود اوسو. لوی استخباراتي حضور به ولرو. وروسته به بیا ګورو چې څه کېږي.»
د ولسمشر ټرمپ وروستۍ څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې، د امریکا او طالب استازي په قطر کې په خبرو بوخت دي چې د سولې کومې ممکنه هوکړې ته ورسیږي.
.