شمیرې ښيي چې د روژې میاشتې په رسیدو سره پر جوماتونو د وسله والو ترهګریزو بریدونو په پایله کې له ۴۰ زیات خلک وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
وروستی ځل پرون شته د پروان خلازایي سیمه کې پر یوه جومات د وسله وال برید په پایله کې ۱۱ تنه ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول.
نن په پروان کې د همدې پيښې په غبرګون کې لاریون هم شوی و. لاریون کوونکو د وژل شوو جسدونه د ولایت مقام ته یوړل او د عاملینو د پیژندنې او نیونې غوښتنه یې کوله.
تر اوسه د پيښې مسوولیت چا نه دی منلی، خو عیني شاهدان وایي چې عاملین له پيښې وروسته د ولایت مرکز پر لور تښتیدلي دي.
د پروان د ولایت چارواکي که څه هم په پيښه کې د طالبانو لاس لرلو احتمال یادوي، خو وایي په تړاو یې څیړنه پيل شوې ده.
پرون په خوست ولایت کې هم ورته پيښه شوې ده.
په خوست کې پر یوه جومات د وسله وال برید په پایله کې درې تنه ووژل شول او یو بل ټپي شو.
یک تلویزیون ته یوه سرچینه وايي دا پيښه پرون شته اووه بجې د مولوي لطف الله د کسانو له لوري شوې ده.
مولوي لطف الله په سیمه کې د طالبانو د قومندانانو له ډلې نه دی.
سرچینه وایي لطف الله په همدې سیمه کې بل دیني عالم مفتي داوود سره له دې امله مخالفت درلود، چې هغه یې سلفیت ته پر اوښتو تورن کړی و.
له همدې امله د لطف الله اړوند کسانو پر لمونځ کوونکي په دې تور چې ګواکي هغوی مفتي داوود ته نږدې کسان دي، ډزې کړي دي.
د روژې میاشتې په پيلیدو سره تر اوسه ۴ ځلې پر لمونځ کوونکو بریدونه شوي دي.
دوه اونۍ وړاندې په پکتیکا کې هم یوه جومات باندې برید په پایله کې ۲۱ تنه ټپیان شول.
همدا شان څه موده وړاندې د کابل اومې ناحیې اړونده سیمه کې د یوه جومات امام په محراب کې ووژل شو.