د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د ولسي پاڅون کوونکو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.
د فاریاب ولایت ځایي چارواکي وایي ولسي پاڅون کوونکو په دغه ولایت کې تر اوسه پنځه کلي د طالبانو له شتونه پاک کړي دي او پاڅون لاهم دوام لري.
فاریاب کې د طالبانو او پاڅونوالو ترمنځ تاوتریخوالي کې درې تنه پاڅون کوونکي ټپيان شوي دي.
په تخار ولایت کې هم د پاڅون کوونکو او طالبانو ترمنځ نښتو په پایله کې شپږ تمه پاڅون کوونکي وژل شوي دي.
طالبانو تېره شپه د تخار بهارک ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکو پر پوستو بریدونه کړي و.
د تخار ځايي چارواکي وایي په دې پيښه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله ور اوښتې ده، خو دقیق معلومات یې نشته.
یو شمیر پوځي کارپوهان وايي که چیرې ولسي پاڅون کوونکي د حکومت تر څارنې، رونې او ملاتړ لاندې راشي، دوی کولی شي چې د سیمو امنیت خوندي کولو کې ګټور تمام شي.
تمه وه چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې تر لاسلیک کیدو وروسته د تاوتریخوالي کچه کمه شي، خو طالبانو پر افغان ځواکونو خپل بریدونه نور هم زیات کړل.