په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یونما په افغانه جګړه کې د ملکي تلفاتو زیاتیدو په اړه اندیښنه ښودلې او له ښکیلو غاړو یې غوښتي چې جګړه ودروي او ژر تر ژره بین لافغاني خبرې پيل کړي.
د یونما د رپوټ پر بنسټ، یواځې د روان کال په اپرېل میاشت کې طالبانو په ۲۰۸ مواردو کې ملکي خلکو ته تلفات ور اړولي چې د تیر کال د همدې نیټې په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی په ګوته کوي.
د دغه رپوټ پر اساس افغان امنیتي ځواکونو هم په ورته مهال کې، ۱۷۲ مواردو کې ملکي خلکو ته تلفات اړولي چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۳۸ سلنه او د ۲۰۲۰ کال د همدې مودې په پرتله ۳۷ سلنه زیاتوالی ښيي.
په رپوټ کې ویل شوي چې ملګري ملتونه پر روغتیايي مرکزونو باندې بریدونو او د جګړې ښکیلو غاړو بې باکۍ له امله اندیښمن دي.
ملګرو ملتونو د جګړې له غاړو غوښتي چې نړیوالو قوانینو ته درناوی ورکړي.
یونما وايي طالبانو د اپریل میاشتې له پیله پنځلس روغتیایي کار کوونکي تښتولي او همدارنګه امنیتي ځواکونو هم په ځینو مواردو کې روغتیایي کار کوونکي ګواښلي او روغتیایي توکي یې مصادره کړي دي.