افغان امنیتي چارواکو د هېواد په دریو ولایتونو ارزګان پکتیکا او غزني کې ۱۰۰ تنو طالب وسله والو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
د ارزګان ولايت سیمه ییزو چاروکو ویلي د دغه ولایت دهراوت ولسوالۍ کې تيره شپه د وسله والو طالبانو يوه لويه حمله په شاه تمبول سوې او تر ۶۵ پورې طالب وسله وال پکې وژل شوي دي.
د دهراوت ولسوالۍ امنيه قوماندان شاه محمد شاه رسنيو ته ویلي طالبانو له څلورو طرفونو پر دې ولسوالۍ بریدونه وکړل چې په شاه وتمبول شول او ۶۵ تنه طالب وسله وال ووژل سول چې ۲۲ تنو جسدونه يې د جګړي په ډګر کې پاته شوي دي.
د ښاغلي شاه محمد په وینا په وژل شوو کسانو کې د طالبانو د لایزري قطعې قومندان سمسور هم شامل دی.
بله خوا د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې چې پایله کې یې ۱۳ تنه طالب وسله وال وژل شوي دي.
دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي په دې نښته کې چې تیره شپه شوې د سیمه ییزو پولیسو یو سرتیری وژل شوی او یو بل یې ټپي شوی دی.
هاخوا په پکتيکا کې هم ۷ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر نن جمعه په یوه اعلامیه کې ویلي چې بيګاه شپه ناوخته وسله والو طالبانو د پکتیکا ولايت د خوشامند ولسوالۍ اړوند د ملي امنيتي ځواکونو پر پوستو د بريد پلان درلود چې په سيمه کې ميشتو ملي امنيتي ځواکونو د توپچي ځواکونو په مرسته وسله والو ته سخت ګوزار ورکړی او د دوی د بريد پلان يې په مکمله توګه له ماتې سره مخ کړی دی. اعلامیه وایي د توپچي ځواکونو په دغو ضربو کې ۵ تنه وسله وال وژل شوي او ۲ تنه نور يې سخت ټپيان شوي او همدارنګه د وژل شويو يو اندازه وسلې او مهمات هم تخريب شوي دي.
دغه بريد کې ملکي وکړو او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان ندی اوښتی.
همداشان د غزني ولايت د مرکز او اندړو ولسوالۍ ترمنځ پرته شاخوګ سيمه کي بيګاه شپه وسله والو طالبانو د پوليسو پر پوستي بريد وکړ، چي د اپراتيفي معلوماتو پر بنسټ امنيتي ځواکونو له مخکي ورته تدابير نيولي وو.
د غزني ولایت د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې ياد بريد کي د امنيتي ځواکونو کمين او متقابل بريد کي 15 وسله وال طالبان وژل شوي، 7 تنه ټپيان شوي، 3 ميله کلاشينکوفونه او 4 پايي مخابري يي د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ياد بريد کي امنيتي سرتيرو ته هيڅ ﺯيان ندى اوښتى.
د یو بل خبر له مخې دفاع وزارت په بدخشان ولایت کې د عملیاتو پر مها د ۱۱ کلیو د پاکولو خبر ورکړی.
دفاع وزارت ویلي د دغه ولایت تشکان ولسوالۍ کې د فیضانی، آب شیر احمد، توفک، حوزه شهرک بالا، مغزار، ملگانی، ده میری، دره صبور، سوسکان، دودگه و دهن آب ده استایان کلي په بشپړه توګه له طابانو پاک شوي دي.
طالبانو ته دا مرګ ژوبله له هغه وروسته اوړي چې ولسمشر غني وړمه ورځ امنیتي ځواکونو ته تهاجمي حالت ته د تلو امر وکړ.
طالبانو هم ويلي چې د حکومت هر ډول بریدونو ته چمتووالي لري.