د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په خپل ټویټر کې لیکلي چې دوي پرون د یکشنې په ورځ په بادغیس ولایت کې ازاد کړي دي.
طالبانوله دې وړاندې په لسو پړاوونو کې څه باندې دوه سوه تنه حکومتي بندیان ازاد کړي دي.
بله خوا د افغانستان حکومت هم په دولسو پړاوونو کې د طالبانو زر تنه بندیان ازاد کړي دي.
حکومت بیا له طالبانو غوښتي چې د دغو بندیانو خوشې کیدو سره جګړه کمه کړي او بین الافغاني مذاکرات پیل کړي خو طالبانو دا غوښتنه نه ده منلې.