په فاریاب ولایت کې د طالبانو د وسلو دوه ډک هایلکس موټر د هوایي ځواکونو له لوري په نښه شوي دي.
د فاریا امنیه قومندانۍ نن یکشبې په یوه اعلامیه کې ویلي دغه موټر چې له بادغیس ولایت نه اوښتي و تېره شپه دولس بجې د قیصر ولسوالۍ چهارشنبه کلي کې د بهرنیو ځواکونو له لوري په نښه شوي او له وسلو سره و ځای له منځه تللي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې په دغو موټر کې ۵۰زره بیلابیل ډوله وسلې ځای پر ځای شوې وې او وسله والو غوښتل چې پر افغان ګډو ځواکونو ډله ییز بریدونه وکړي.
دفاع وزارت هم ددې خبر په تایید سره ویلي چې دا هوایي عملیات د افغان ځواکونو له لوري ترسره شوي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.