پالیسۍ چارو کې د امریکا دفاع وزارت ته نوماند جیمز اندرسن ويلي که چېرې طالبان پر افغان ځواکونو خپل بریدنه کم نه کړي، نو امریکا به له دغه هېواده د ځواکونو ایستلو کې بیا کتنه وکړي.
ښاغلي اندرسن دا څرګندونې د دغه هېواد د سنا جرګې نظامي کمیټې ته کړي دي.
د انډرسن په وینا طالبان افغان سرتیرو باندې بریدونه زیات کړي او دوی ته یې زیات تلفات ور اړولي دي.
هغه دا هیله ښودلې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې ته کوم زیان ونه رسيږي او طالبان پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.
تمه کیده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته طالبان افغانستان کې بریدونه کم کړي، خو داسې کوم کار ونه شو.