د خوست امنیه قومندان مل پاسوال سید احمد بابازی د دښمن د سرک غاړې ماین چاودنه کې ووژل شو.
د کورنیو چارو وزارت ددې خبر په تایید سره ویلي چې سید احمد بابازی بیګاه شپه یوولس بجې داسې حال کې چې د خوست نادر شاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ځينیخېلو سیمې ته د دښمن خلاف عملیاتو ته روان و، وژل شوی دی.
بله خوا د خوست د والي ویاند طالب منګل ویلي چې په دې چاودنه کې د امنیې قومندان سکرتر صافی هم وژل شوی دی.