د افغانستان حکومت ۳۱ نور طالب بندیان د پلچرخي له زندانه خوشې کړل.
افغانستان د ملي امنیت شورا نن پنجشنبې اعلان کړی چې تېرو دوو ورځو کې درې اتیا تنه طالب وسله وال د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي په موخه د ولسمشر غني د فرمان پر اساس ازاد شوي دي.
52 تنه طالب بندیان وړمه ورځ د پلچرخي له زندانه اېله شوي دي.
د افغانستا امنیت شورا له طالبانو غوښتي چې د دوی د بندیانو په خلاصون سره د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.
د دغې شورا په اعلامیه کې راغلي: “د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له طالبانو غواړي، چې تاوتریخوالی کم کړي، څو د ۱۵۰۰ زندانیانو تر خلاصون وروسته د سولې مخامخ خبرې له ځنډ پرته پیل شي.”
تر اوسه ۹۳۳ تنه طالب بندیان د افغانستان له زندانونو ازاد شوي دي.
افغان دولت پر طالبانو غږ کړی، چې د حکومت لخوا د ورسپارل شوي لست سره سم، د امنیتي ځواکونو غړي او ولسي خلک چې طالبانو تښتولي، له ځنډ پرته خوشې کړي.
د طالبانو سیاسي ویاند سهېل شاهین هم د خپلو زندانیانو د خوشې کیدو هرکلی کړی او له حکومته یې غوښتي چې دا بهیر ګړندی کړي.