د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي کیدای شي افغانستان کې د کرونا ویروس له امله وضع د بیلابیلو دلایلو له امله لا خرابه شي.
دغه سازمان افغانستان کې د ناروغانو د ازمایښت ټیټ ظرفیت، د توکو کموالی او د روغتیایي بنسټونو نشتوالي د خپلې اندیښنې عوامل بللي دي چې په وینا یې دغه نیمګړتیاوې د روغتیایي کار کوونکو د زیانمنیدو چانس هم زیات کړی دی.
سازمان په یوه رپوټ کې ویلي چې لاهم د افغانستان د لرې پرتو سیمو شپېته سلنه وګړي د کرونا ویروس د خطرونو په اړه معلومات نه لري.
د کډوالۍ سازمان افغانستان سره په دې برخه کې شوې مرستې کافي نه بولي او په نړیوالو غږ کوي چې خپلې مرستې زیاتې کړي.
افغانستان کې تر اوسه له ۳زرو زیات کسان پر کرونا اخته شوي او څه باندې تنه نور ترې مړه شوي دي.