د افغانستان حکومت ۵۲ نور طالب بندیان د پلچرخي له زندانه خوشي کړل.
افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جلوېد فیصل نن چهارشنبې په خپله ټویټرپانه کې لیکلي: ” د ولسمشر اشرف غني له فرمان سره سم پرون هم د څرخي پله له زندانه ۵۲ طالب زندانیان ازاد سول څو، کرونا سره مبارزه او په سوله کي پرمختګ وشي. د زندانیانو د ازادولو لړۍ به نن هم دوام پیدا کړي. پر طالبانو غږ کوو، چي د برمته کړو ولسي او پوځي خلکو د ازادۍ لړۍ چټکه او تاوتریخوالی کم کړي.”
د افغانستا امنیت شورا له طالبانو غوښتي چې د دوی د بندیانو په خلاصون سره د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.
د دغې شورا په اعلامیه کې راغلي: “د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له طالبانو غواړي، چې تاوتریخوالی کم کړي، څو د ۱۵۰۰ زندانیانو تر خلاصون وروسته د سولې مخامخ خبرې له ځنډ پرته پیل شي.” تر اوسه شاوخوا ۹۰۰ تنه طالب بندیان د افغانستان له زندانونو ازاد شوي دي.
افغان دولت پر طالبانو غږ کړی، چې د حکومت لخوا د ورسپارل شوي لست سره سم، د امنیتي ځواکونو غړي او ولسي خلک چې طالبانو تښتولي، له ځنډ پرته خوشې کړي.
د طالبانو سیاسي ویاند سهېل شاهین هم د خپلو زندانیانو د خوشې کیدو هرکلی کړی او له حکومته یې غوښتي چې دا بهیر ګړندی کړي.