د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۳۹۲ ته رسیدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت نن چهار شنبه اعلان کړی چې ېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا تازه ۱۶۸ پېښې ثبت شوي دي.
هرات او کابل هغه ولایتونه دي چې تر ټولو زیاتې پېښې پکې ثبت شوي دي.
د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وایي که هېوادوال د کرونا ناروغي جدي ونه ګڼي نو انساني ناورین به رامنځته شي.
تر اوسه هېواد کې شاوخوا سل تنه له دې ناروغۍ نه مړه شوي دي.
دا ویروس په افغانستان کې په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې دی.