د افغانستا امنیت شورا له طالبانو غوښتي چې د دوی د بندیانو په خلاصون سره د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.
د دغې شورا په اعلامیه کې راغلي: “د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له طالبانو غواړي، چې تاوتریخوالی کم کړي، څو د ۱۵۰۰ زندانیانو تر خلاصون وروسته د سولې مخامخ خبرې له ځنډ پرته پیل شي.”
د دولت د سولې د هڅو په ترڅ کې پرون هم د ولسمشر غني له فرمان سره سم د څرخې پله له زندانه ۱۰۲ تنه نور طالب زندانیان خوشې شول، چې ورسره د ټولو خوشې شویو زندانیانو تعداد ۸۵۰ تنو ته ورسېد.
افغان دولت پر طالبانو غږ کړی، چې د حکومت لخوا د ورسپارل شوي لست سره سم، د امنیتي ځواکونو غړي او ولسي خلک چې طالبانو تښتولي، له ځنډ پرته خوشې کړي.
د طالبانو سیاسي ویاند سهېل شاهین هم پرون ماښام په یوه پیغام کې د خپلو زندانیانو د خوشې کیدو هرکلی وکړ او له حکومته یې وغوښتل چې دا بهیر ګړندی کړي.