د امرېکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس وېلز ویلي له افغان کډوالو سره د ایران هغه بې رحمه چلند چې وروستیو ورځو کې په رپوټونو کې راغلي یو وحشتناک عمل دی.
مېرمن وېلز په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: ” موږ د بشپړو پلټنو ملاتړ کوو او هغه کسان چې داسې دې ناسمه ګټه اخیستنه کې یې لاس لرلی باید ځواب ورکړي.”
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان حکومت وایي په دې تړاو څېړنې پیل شوي او یو لړ پرمختګونه هم پکې شوي دي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي له ایراني حکومته يې هم غوښتي چې په دې تړاو همکاري وکړي او خپلې څیړنې له دوی سره شریکې کړي.
همداشان په کابل کې د امریکا سفارت هم په دې اړه اندیښنه څرګنده کړې او په تړاو یې د بشپړې څېړنې او د ایران د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د رپوټونو پر اساس ۵۶ تنه افغان کډوال چې تېره اونۍ په ناقانونه توګه اېران ته روان وو د ایراني پوله ساتونکو له لوري شکنجه شوي او بیا سیند ته غورځول شوي دي.
په هرات کې ځایي چارواکي وايي تر اوسه یې د پنځو تنو مړي پیدا کړي دي.