بیو ځل بیا په پروان ولایت کېد وارداتي برېښنا پایې په بمونو الوځول شوې دي.
د راپورونو له مخې ناپېژانده کسانو په پروان ولایت کې په ګلغونډۍ سیمه کې د پروان ولایت مقام ته څېرمه د برېښنا دوو پایو ته چاودېدونکي توکي ايښي او الوځولې یې دي.
پایې په بشپړه توګه ویجاړې شوې نه دي خو زیانمنې شوې دي.
برېښنا شرکت پر حکومت غږ کوي چې ددغه پېښو عاملین ونیسي.
د پروان ولایت ویاندې وحیده شهکار ویلي کیدای شی دا د طالبانو کار وي.