د افغان مېرمنو یوې ډلېد قطر ملکې ته یو پرانیستی لیک ور لیږلی دی.
د افغان ښځو شبکې په نوم ټولنې د قطر د امیر مور موزه بنت ناصر المسند ته پرانیستي لیک کې پر وسله والو طالبانو د فشار را وړلو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې اوربند ته غاړه کېږدي.
افغان ښځو همدا راز اغلې ناصر ته لیکلي چې ټوله نړۍ له کورونا وېروس سره پر مبارزه بوخته ده خو افغانان پر دې وبا سربېره له جګړې سره هم مخ دي او ځورېږي.
په لیک کې د ملګرو ملتونو د درې میاشتيني رپوټ یادونه هم شوې، چې پر بنسټ يې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې تر پنځو سوو ډېر خلک د تاوتريخوالي له کبله وژل شوي دي.
په وژل شویو کې يې یو سلو پنځوس تنه ماشومان هم دي.
د لیک له مخې د امریکا او طالبانو تر منځ له شوې هوکړې سره سره بیا هم په افغانستان کې تاوتریخوالی روان دی او خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.