د افغانستان د ملي امنیت شورا اعلا کړی چې پرون د یکشنبې په ماښام یې ۹۸ تنه نور طالب زندانیان د پلچرخي له زندانه ازاد کړي دي.
امنیت شورا ويلي دغه بندیان د ولسمشر د فرمان پر اساس د دوی د عمر, روغتیایي وضعیت او د بند مودې ته په کتو سره ازاد شوي دي.
په دې سره د افغانستان له زندانونو د خوشې شوو طالب بندیانو شمېر له 700 واوښت.