د مې د میاشتې دریمه نېټه په نړیواله کچه د رسنيو د خپلواکۍ ورځې په توګه لمانځل کیږي.
دا په داسې حال کې دي چې د افغان سولې بهیر کې د افغاني رسنیو د خپلواکۍ برخلیک په اړه اندیښنې هم موجودې دي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یونما ویلي د رسنیو ازادي باید وساتل شي او په دې برخه کې لاسته راوړنې باید له لاسه ونه وځي.
همداشان د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې هم ويلي باید د افغان سولې بهیر کې د رسنیو خپلواکي وساتل شي.
دغې کمیټې ویلي د 2020 کال د پیل راهیسې د خبریالانو پر وړاندې اتلس د تاوتریخوالي قضیې ثبت شوي دي.
د همدې ترڅنګ ولسمشرۍ ماڼۍ هم افغانستان کې د رسنیو خپلواکي د حکومت مهمه لاسته راوړنه بللې او ویلي یې دي چې افغانستان په دې برخه کې د ګاونډیو هېوادونو په پرتله په ښه حالت کې دی.
د ملي امنیت شورا د همدې ورځې په مناسبت اعلامیه کې ویلي چې حکومت تر اوسه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي یو زرو پنځه سوه قضیو ته رسیدنه کړې ده.