د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، په غزني کې ایرانیان تاریخي او لرغوني آثار خپل هېواد ته قاچاق کوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي ودانیو څانګې مشر نور آغا نوري وایي، ایران یو له هغو هېوادونو څخه دی چې، په غزني کې تاریخي آثار قاچاق کوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، په افغانستان کې د اسلامي دورې د کلتوري میراث په پروګرام کې په هېواد کې د تاریخي ودانیو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ددغه تاریخي آثارو د له منځته تللو خبرداری یې ورکړی.
ددغه وزارت د شمېرنو له مخې، په افغانستان کې نږدې ۵۰۰۰ تاریخي ودانۍ ثبت شوې دي چې له دې جملې ۱۲۰۰ ودانۍ د اسلامي دورې پورې تړاو لري.
ورته مهال سارک هېوادونه او د ملګرو ملتونو د روزنیز، علمي او فرهنګي سازمان یا یونسکو په افغانستان کې د فرهنګي میراثونو د خوندیتوب خبره کوي.
په کابل کې د یونیسکو مشر پترشیا مک فلیپس وایي، مونږ چمتو یوو چې، له ټولو هغو پروګرامونو او کنوانسیونونو چې افغانستان پکې غړیتوب ولري، ملاتړ وکړو.
پترشیا مک فلیپس وویل، یونیسکو د همدردۍ پروژې چې، افغانان د کلتوري میراثونو خوندیتوب ته هڅوي، ملاتړ کوي.
که څه هم افغان حکومت وایي، په تېرو څو کلونو کې یې د هېواد ډیری تاریخي ودانۍ بېرته رغولې دي، خو ظاهراً داسې بريښي چې په دې برخه کې لازمي ګامونه نه دي اخیستل شوی.