د افغانستان د ملي امنیت شورا اعلا کړی چې پرون د شنبې په ماښام یې ۹۸ تنه نور طالب زندانیان د پلچرخي له زندانه ازاد کړي دي.
امنیت شورا ويلي دغه بندیان د ولسمشر د فرمان پر اساس د دوی د عمر, روغتیایي وضعیت او د بند مودې ته په کتو سره ازاد شوي دي.
په دې سره د افغانستان له زندانونو د خوشې شوو طالبربندیانو شمېر ۶۵۰ تنو ته ورسید.