سامسونګ خپل نوي زیرک مبایلونه ګلکسي S9 او S9+ معرفي کړل.
دا موبایلونه د سامسونګ پخوانیو هغو په څير طراحي شوي، خو توپير یې دا دی چې پر کمرو یې ډیره هڅه شوې ده.
د یادو موبایلونو مخکتنه د شنبې په ورځ د هسپانیا په بارسلون کې د (موبایل نړیوالې کنګرې) په محل کې شوې ده.
د دې موبایلونو مخ او شا ښیښه یی او د اوسپنیز قاب لرونکی دي او د پخوانیو مډلونو په څیر کږې څنډې لري.
همداشان د اوبو پر وړاندې مقاومت لري او د بې سیمه چارچ سیستم او هیډفون لرونکي دي.
د ګلکسي S9 د صفحې اندازه ۵.۸ انچه ده په داسې حال کې چې د هغه د لوی S9+ اندازه ۶.۲ انچه ده.
د دې موبایلونو د غږ کیفیت هم لوړ شوی او همداشان د AR Emojis په نوم یو نوښت پکې رامنځته شوی، چې د پخوانیو مډلونو سره ځانګړي توپیر لري.
AR Emojis په واقعیت کې یو ډول متحرک کارټون دی.