پخوانی اجراییه مشر او د ولسمشر سیاسي سیال عبدالله عبدالله ویلي له مقابل لوري سره د سیاسي توافق لپاره خبرو کې پرمختګ شوی دي.
ښاغلي عبدالله نن جمعه په يوه پیغام کې لیکلي چې سیاسي توافق کې پر اصولو هوکړه شوې او اوس یوازې پر جزیاتو خبرې روانې دي. هغه همداشان لیکلي په افغانستان او نړۍ کې د کرونا ويروس کړکیچ, هیواد کې د سولې ټینګښت او امنیتي – اقتصادي ستونزو سره مبارزې لپاره ملي یووالي اړتیا ته په کتو سره تمه لري چې سیاسي هوکړه ژر وشي. دا په داسې حال کې دي چې هېواد کې د سیاسي کړکېچ ختمولو لپاره پر دواړو لورو کورني او بهرني فشارونه زیات شوي دي.