نن ورځ د ورځې شاوخوا دولس بجې ځینې کسان د پکتیا عامې روغتیا ریاست ته تللي او د عامې روغتیا ریاست ډاکټران او کارمندان یې له دې امله وهلي چې د کرونا د یو شکمن ناروغ نتیجه یې نه وه ورکړې.
له امنیتي کېمرو کې تر لاسه شوې ویډیو کې ښکاري چې ځینې کسان د عامې روغتیا ریاست ډاکټرانو باندې د لرګیو او تیګو وارونه کوي.
وروسته یو څو نظامیان هم ورځي او پر ډاکټرانو د توپکو ماشې کش کوي او هغه کسان د ریاست له ودانۍ باسي او موترو ته پورته کیږي.
په سیمه کې د پکتیا امنیې قومندانۍ د تروریزم سره د مبارزې مدیر سیدالله هم ښکاري.
چې هلته د عیني شاهدانو په خبره یاد کسان د تروریزم مدیر په مرسته له سیمې تښتېدلي دي.
د پکتیا مرستیال والي وایي یاده قضیه په جدي ډول څېړل کیږي او عاملینو ته به یې سخته جزا ورکوي.