د هندي سینما مخکښ ستوری ریشي کپور نن د پنجشنې په ورځ د ۶۷ کلونو په عمر ومړ.
ریشي کپور له ۲۰۰۸ کال راهیسې د سرطان له ناروغۍ سره لاس او ګریوان و.
د ریشي کپور ورور رندیر کپور منلي چې ورور یې په ممبی ښار کې مړ شویدی.
په روانه اونۍ کې دا دویم هندي لوبغاړی دی چې مړ کیږي.
عرفان خان له دې دوه ورځې وړاندې مړ شوی دی.