د افغانستان د اقتصاد وزارت وایي که چېرې کرونا ویروس همداسې دوام وکړي نو نږدې ۷۰ سلنه افغانان به د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند وکړي.
دغه وزارت وایي کرونا ویروس د هېواد پر اقتصاد خورا بد اغیز کړی او اقتصادي وده څه باندې منفي څلور سلنې ته ټیټه شوې ده.
په همدې حال کې یو شمېر اقتصاد پوهان هېواد کې د کرونا ویروس زیان له اعلان شوي کچې زیات بولي او وایي چې د دغې ناروغۍ په دوام سره کیدای شي اتیا سلنه هېوادوال د فقر تر کرښې لاندې لاړ شي.
دافانستان کې د کرونا ویروس په خپریدو سره ډیری ښارونه قرنطین شوي او د خلکو پر تګ راتګ بندیز لګول شوی دی.