د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن چهار شنبې په هېواد کې د کرونا د ۱۱۰ تازه پېښو د ثبتیدو خبر ورکړی.
دا هېواد کې په یوه ورځ د کرونا ویروس یو لوړ شمېر دی چې د عامې روغتیا وزارت یې اعلانوي. له دې سره په افغانستان کې د کرونا پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۹۳۹ ته ورسید.
تر اوسه افغانستان کې ۲۲۸ تنه له دې وېروس روغ شوي او د مړو شمېر ۵۸ کسانو ته لوړ شوی دی