وسله والو طالبانو په پکتیا ولایت کې د پولیسو پر یوې پوستې برېد کړی دی.
په دې برید کې د پولیسو دوه سرتیري وژل شوي او دوه نور یې ټپیان دي.
د پکتیا د امنیې قومندانۍ د امنیت امر سمون وال لطف الله کامران ویلي طالبانو د دغه ولایت په مرکز ګردېز کې هغه مهال د څلورمې حوزې اړوند پر یوې امنیتي پوستې برید کړی چې پولیس د روژه ماتې لپاره سره راټول شوي و.
د نوموړي په خبره امنیتي ځواکونو په سیمه کې د وسله والو د نیولو لپاره چاڼیز عملیات پیل کړي دي.