د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن دوشنبې په هېواد کې د کرونا د ۱۷۲ تازه پېښو د ثبتیدو خبر ورکړی. دا هېواد کې په یوه ورځ د کرونا ویروس تر ټولو لوړ شمېر دی چې د عامې روغتیا وزارت یې اعلانوي.
له دې سره په افغانستان کې د کرونا پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۷۰۳ ته ورسید.
تر اوسه افغانستان کې د کرونا له امله 57 تنه مړه شوي دي.