بریتانیا نن چهار شنبه اعلان کړی چې، له افغانستان سره د رسنیو او معلوماتو ته لاس رسي ازادۍ ملاتړ په پار ۲۵۰۰۰۰ پونډه مرسته کوي.
په کابل کې د بریتانیاسفیرې الیسن ماري بلیک نن چهار شنبه په یوه بیانیه کې په تېرو اتلسو کلونو کې کې د خپلواکو او ازداو افغان رسنیو لاسته راوړنې د پام وړ بریا بللې ده، خو د افغان خبریالانو په وړاندې ګواښونو په اړه یې اندیښنه څرګنده کړې ده.
سفیره الیسن ماري بلیک وایي، د رسنیو ازادۍ ملاتړ په نړیواله کچه د بریتانیې حکومت لومړیتوب دی او زیاتوي چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره ژمنتیا لري.
نوموړې وایي، مونږ د افغان خبریالانو د خوندیتوب او د ښځینه خبریالانو ملاتړ او معلوماتو ته د لاس رسي په برخو کې کار کوو.
سفیره الیسن ماري بلیک د افغان خبریالانو د امنیت خوندیتوب لپاره د افغان حکومت ګامونه ستایلي او زیاتوي چې بریتانیا له افغان دولت او د رسنیو استازو سره کار کولو ته دوام ورکوي ترڅو په دغه هېواد کې د خوندي او ازادو رسنیو ډاډ ترلاسه شي.