د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن یکشنبې په هېواد کې د کرونا د ۶۸ تازه پېښو د ثبتیدو خبر ورکړی.
له دې سره په افغانستان کې د کرونا پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۵۳۱ ته ورسید.
روغتیا وزارت ویلي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزني کې ۱۳، پکتیا ۱۱، پکتیکا ۹، بلخ ۸، بادغیس ۶، کابل ۶، ننگرهار ۴، هرات ۴، لغمان ۳، خوست ۳ او بغلان کې د کرونا یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.