افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت وایي د کرونا ویروس د خپریدو پرمهال له افغان ځواکونو سره د روغتیایي توکو د مرستو رسول جاري ساتي.
افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت پر ټویټر پاڼه کې لیکلي چې دوی افغان ځواکونو ته اتلس زره روغتیایي ماسکونه، اتلس زره لاسپوښان، اتلس زره د مکروب ضد مایع، محافظتي توکي، کېټونه او ترمامټرونه ورکړي دي تر څو د لویو ښارونو کې د امنیت ټینګولو او د ویروس خپریدو مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي.
غوڅ ملاتړ ویلي دغه توکي کابل کې د پولیسو هغو شپاړس زرو افسرانو باندې ویشل شوي چې د خلکو د امنیت په ټینګولو بوخت دي.
دا په داسې حال کې دي چې وروستیو ورځو کې له یوې خوا د کرونا ویروس پېښې په چټکۍ سره په ډیریدو دي او له بلې خوا پر افغان خواکونو د طالبانو بریدونه زیات شوي دي.
که څه هم د طالبانو او بهرنیو ځواکونو د هوکړې پر اساس دوی یو پر بل بریدونه نه کوي خو هېواد کې د افغان سرتیرو او ملکي خلکو تلفات خپل لوړ حد ته رسیدلي دي.