د کندز ولایت په امام صاحب ولسولۍ د یوې کورنۍ ۷ غړي په ډېرې بې رحمۍ سره د شپې په خوب کې وژل شوي دي.
د کندز د پولیسو ویاند هجرت الله اکبري ویلي دغه کسان بېګا په نیمه شپه د امام صاحب ولسوالۍ په کنم سیمه کې د شخصي دښمنۍ له امله په ډزو سره وژل شوي دي.
په پېښه کې د دغې کورنۍ د ماشومانو په ګډون څلور نارینه او درې مېرمنې وژل شوي او دوه نارینه غړي یې ټپیان دي.
پولیسو د دغۍ کورنۍ د مشر ورور چې په ګانډ کې ورسره پروت دی په پېښه کې د لاس لرلو په تور نیولی او پوښتنې ترې روانې دي.
افغانستان کې د کورني تاوتریخوالي او شخصي دښمنۍ له امله داسې زیاتې پېښې کیږي.