د افغانستان عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۹۵ تازه مثبتو پېښو د ثبتیدو خبر ورکړی.
روغتیا وزارت نن د جمعې په ورځ ویلي چې د یادو تازه پېښو په ثبتېدو سره په افغانستان کې د کووید ـ۱۹ پېښو شمېر ۱۳۳۰ ته ورسېد.
د یادو تازه پېښو څخه ۵۳ په کندهار، ۱۱ کابل، ۵ تخار، ۵ پنجشیر، ۵ ننګرهار، ۳ هرات، ۲ فراه، ۲ غزني او یوه ـ یوه هم په لغمان، نیمروز، پروان او دایکندي ولایتونو کې ثبت شوې ده.
د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تر دامهاله ۴۳ تنه له کرونا ویروس څخه مړه شوي او ۱۸۸ نور بیرته روغ شوي دي.
کرونا ویروس او مهال د افغانستان ۳۳ ولایتونو ته غځېدلی او یوازې نورستان ولایت دی چې د کرونا ویروس مثبته پېښه نه لري.