د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د قطر امیر شیخ تمیم سره د افغانستان پر سولې خبرې کري دي.
د امریکا او پاکستان مشرانو د افغان سولې په تړاو ټلیفوني خبرې کړي دي. سپینې ماڼۍ او د پاکستان د لومړي وزیر دفتر دواړو د امریکا د ټرمپ او د عمران خان د خبرو پخلی کړی دی.
دپاکستان د لومړي وزیر دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دواړو مشرانو د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا پر هڅو بحث کړی دی. د اعلامیې له مخې عمران خان یو ځل بیا ټینګار کړی، چې پاکستان د افغان سولې بهیر ته د زمینې په برابرولو کې مرسته کوي. ټرمپ همداشان د قطر له امیر سره هم د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا ولسمشر د قطر له امیر سره د افغانستان په اړه تلیفوني خبرې کړې دي. په دې خبرو کې دواړو لورو ویلي طالبان باید تاوتریخوالی راکم کړي او په افغانستان کې باید روانه جګړه پای ته ورسېږي.
ټرمپ او شیخ تمیم ټينګار کړی دی چې په افغانستان کې باید یو اوربند رامنځته شي او طالبان اړ دي چې روان تاوتریخوالی راکم کړي او د سولې هوکړې ته ژمن پاتې شي.
دوی دواړو همدا راز د افغان حکومت له لوري د زندانیانو پر خوشي کولو هم خبرې کړې دي او دا یې یو ښه ګام بللی دی. دوی په افغانستان کې د سولې د ټولو هڅو د ملاتړ خبره هم کړې ده.
ټرمپ داسې مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کوي چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو، ناټو، اروپايي ټولنې، د بښنې نړیوال سازمان او د سیمې هېوادونو له طالبانو د جګړو د درېدو او اوربند غوښتنه کړې ده، خو دغه ډلې تر اوسه نه ده منلې.