د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي که چېرې هېوادوال ګرځبندیز په سمه توګه په پام کې ونه نیسي نو کابل کې به ناورین رامنځته شي.
دا په داسې حال کې دي چې هېواد کې د کرونا ویرس په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې دی.
که څه هم کابل کې د خلکو پر تګ راتګ بندیز لګول شوی دی خو وروستیو څو ورځو کې په ښار کې د خلکو تګ راتګ زیات تر سترګو کیږي.
بله خوا د کورنیو چارو وزارت نن چهارشنبې په یوه اعلامیه کې ویلي چې سر له سبا به کابل کې ګرزبندیز په جدي توګه عملي کوي.
دغه وزارت ویلي له دې وروسته به د کابل د دروازو جدي څارنه کوي او همداشان به کابل کې د نورو ولایتونو ټولې اډې وتړي.
افغانستان کې تر اوسه 1176 تنه د کرونا ویروس باندې اخته شوي دي.