د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پارس ټوډې راډیو سره په مرکه کې ویلي چې، د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړه وروسته به په بین الافغاني خبرو کې د سرکښو او باغي خواو په اړه قاطع اقدام کیږي.
ذبیح الله مجاهد د خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې چې، ښایي د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته، افغانان په بین الافغاني خبرو کې یوې هر اړخیزې هوکړې ته و نه ورسیږي او په دغه هېواد کې د تېر په شان داخلي او تنظیمي جنګونه رامنځته شي، وویل:
« مونږ غوره ګڼو چې ټولې خواوې د خبرو له لارې یوې هوکړې ته ورسیږي، که چیرې مونږ ونشو کولای چې زیاتې باغي او سرکښې خواوې دې ته قانع کړو چې د یوې هراړخیز نظام لپاره سره راټول شي او بیا هم اعتراف، اختلاف او تعصبونه رامنځته کیږي، نو طبعي خبره ده چې د افغانستان خلک یوه قاطع اقدام ته اړتیا لري.»
نوموړي زیاته کړه چې له قاطع اقدام وروسته به هم تنظیمي جنګونه نه رامنځته کیږي ځکه چې په خبره یې دغه ډله په حالاتو بشپړ تسلط لري.
په ورته وخت په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن چهار شنبه په تویټر کې ویلي: «نن هم مذاکرات دوام کوي. وروستي توافق ته نږدې شوي یو. هیله ده ژر به خپل مسلمان او خپلواکي غوښتونکي ولس ته ښه زیری ولرو.»
بلخوا پاکستاني رسنیو په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې خبرو ته د باخبره سرچینو له قوله ویلي چې، امریکا او طالبان له افغانستان نه د امریکایي سرتېرو د وتلو وروستی هوکړه کړې ده.
د سرچینو له قوله، ددغې هوکړه جزییات به له افغان دولت سره شریک او وروسته په راتلونکو څو ورځو کې اعلان شي.
د سرچینو له قوله، دغه هوکړه به د نړیوالو ضمانت کوونکو لکه ملګرو ملتونو، اسلامي همکاریو سازمان، روسیې، چین او نورو ګاونډیو هېوادونو په حضور کې اعلان شي.
دا په داسې حال کې دي چې، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې خبرو نهم پړاو له پیل مخکې ویلي و چې، له طالبانو سره له نهایي هوکړې وروسته افغانستان ته سفر کوي او د هوکړې بشپړ جزییات به له افغان دولت سره شریکوي.
د ډیلي ټایمز ورځپاڼې د ریپوټ له مخې، د قطر دولت د یادې هوکړې د اعلان لپاره چتموالی نیولی دی او ددې هوکړې د ښه راغلاست او استقبال لپاره به په سلګونو کوترې فضا ته والوزول شي.