د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې پېښه کې اوو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله وښتې ده.
دا پېښه پرون یکشنبې د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند مرغې په سیمه کې شوې ده چې پایله کې یې ۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي او ۲ نور یې ټپیان دي.
تر اوسه چا د چاودنې مسوولیت نه دی منلی خو چاروکي وایي دغه ماین د وسله والو ترهګرو له لوري ځای پرځای شوی و.
چاودنه هغه مهال شوې چې د ملکي خلکو ید ډاډسن موټر پر ماین برابر شو.
دا لومړۍ ځل نه دی چې د ماینونو چاودنه کې ملکیان وژل کیږي بلکې له دې وړاندې هم په وارونو دغه ډول پېښې شوي دي.