وسله والو طالبانو په بلخ او تخار ولایتونو کې د افغان سرتیرو پر پوستو بریدونه کړي او ۲۸ تنه سرتیري یې وژلي دي.
د بلخ د پولیسو ویاند، عادل شاه عادل رسنیو ته ویلې چې طالبانو تیره شپه د دغه ولایت شولگرې ولسوالې کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو بریدونه کړي چې د دواړو خواوو ترمنځ د نښتې په پایله کې 9 تنه پاڅونوال وژل شوي او 5 نور یې ټپیان دي.
عادل ویلي په دې نښته کې د مولوي سیف الله په نوم د طالبانو د یوه قومندان په ګډون د دوی درې غړي هم وژل شوي دي.
همداشان د تخار د والي، ویاند جواد هجري ویلي چې د دغه ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د طالبانو او سیمه ییزو پولیسو ترمنځ نښته شوې چې په پایله کې یې 19 تنه سرتیري وژل شوي او 5 نور ټپیان دي.
د ملي دفاع وزارت بیا نن دوشنبه په يوه اعلامیه کې ویلي چې په دې نښته کې 17 تنه د سیمه ییزې اردو سرتیري وژل شوي او دوه نور یې ټپیان دي.
دفاع وزارت ویلي په دې پېښه کې طالبانو ته هم تلفات ور اوښتي دي، خو دقیقه شمېره یې نه ده ورکړې.
د طالبانو او امرېکا ترمنځ د سولې هوکړې تر لاسلیک کیدو وروسته تمه داوه چې هېواد کې به جګړه کمه او دوامدارې سولې ته لاره هواره شي، خو ښکاري چې افغان ځواکونه لاهم د پخوا په څېر د طالبانو تر بریدونو لاندې راځي.