د ولسمشر د لومړي مرستیال په دفتر کې یوې باخبرې سرچينې یک تلویزیون ته ویلي چې په پام کې ده د هېواد په هر ولایت کې د عامې روغتیا ریاستونو ترڅنګ د کرونا پر وړاندې د مبارزې ریاستونه جوړ شي.
دغه ریاستونه به په اړوندو ولایتونو کې د کرونا د مخنیوي چارې او د کرونا د ناروغانو د پالنې چارې پرمخ وړي.
دا په داسې حال کې دي چې د عامې روغتیا وزارت نن یکشنبې اعلان وکړ چې راتلونکو څو ورځو کې به د کرونا د خپریدو حالت نور هم خراب شي.
یادې سرچینې همداشان وویل چې له تېرو دوو اونیو راهيسې د کابل سروبي ولسوالي کې شاوخوا څلوېښت تنه د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
خو د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وایي دا شمېر مړینه حقیقت نه لري.
سرچينې دا هم وویل وویل چې راتلونکو ورځو کې به هېواد کې د کرونا د پېژندنې مرکزونه له اوو نه پنځلسو ته پورته شي.
تر اوسه افغانستان کې 996 تنه د کرونا ویروس باندې اخته شوي او 32 تنه ترې مړه شوي دي.