د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر کې یوې معتبرې سرچينې یک تلویزیون ته ويلي چې طالبان د کابل زنبق څلورلارې خونړي برید کې د لاس لرونکي کس پر خوشې کیدو ټینګار کوي.
د دغې سرچینې په وینا د زنبق څلورلارې برید کې د ښکېل کس نوم د طالبانو د خوشې کیدونکو زندانیانو په لیست کې دی او دوی غواړي چې هغه له زندانه وباسي.
د 1396 کال د تلې په میاشت کې چې د روژې میاشت هم وه, د کابل زنبق څلورلارې کې د یوې ځواکمنې موټربم چاودنې په پایله کې شاوخوا 150 تنه ووژل شول او له 400 زیات ټپیان شول
افغان حکومت له هغه وروسته اعلان وکړ چې دا برید د حقاني شبکې لخوا له پولې هاخوا پاکستان کې طرحه شوی دی.
افغان حکومت تر برید کابو یو کال وروسته په 1397 کال کې اعلان وکړ چې ددې برید په تړاو يې درې تنه نیولي دي.
سرچینه دا هم وایي چې حکومت د طالب زندانیانو د خوشې کیدو په بدل کې د جګړې لیکو ته د دوی د بېرته نه ستنیدو شرط ایښی دی, خو طالبانو تر اوسه په دې ټړاو هیڅ ژمنتیا نه ده ښودلې.