عامې روغتیا وزارت نن یکشنبه اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۶۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
له دې ډلې 31 پېښې یې یوازې په کابل کې ثبت شوي دي.
له دې سره په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر 993 ته پورته شو.
تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۳۲ تنه مړه شوي او ۱۳۱ تنه هم روغ شوي دي.