په پکتیا ولایت کې د ملکي وګړو پر یوه سراچه ډوله لیږدوونکي موټر ماین چاودنه شوې ده.
د پکتیا امنیه قومندان سمون وال سلطان داود سلطان ويلي چاودنه نن جمعه سهار د ګردېز اړوند رباط سیمه کې د خښ کړل شوي ماین له کبه شوې ده.
امنیه قومندان ويلي ماین وسله والو طالبانو په لاره کې ځای پر ځای کړی و.
په چاودنه کې یو ملکي کس وژل شوی دی.
همدا شان د رباط سیمه کې څلور کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه هم امنیتي ځواکونو کشف او خنثی کړي دي.