عامې روغتیا وزارت نن جمعه اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۶۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
له دې ډلې په کابل کې ۲۶، کندهار کې ۱۵، بلخ کې ۶، کندز کې ۵، هرات کې ۵، هلمند کې ۴، لغمان کې ۳، او ننگرهار او کونړ کې یوه یوه پېښه ثبت شوې ده.
له دې سره په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر 906 تنو ته رسیږي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار ویلي په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې 45 تنه له دې ناروغۍ ښه شوي چې په دې سره د روغو شوو کسانو شمېر 99 تنو ته رسیږي.